پکتیا، د ملي مقاومت جبهه: طالبانو جنایتکارو د رحمت الله په نوم د ملي امنیت ریاست یو پخوانی مامور نیولی او تراوسه یې په اړه هېڅ ډول معلومات نشته.
رحمت الله د سه شنبې په ورځ ددغې ډلې د جګړه مارو لخوا ونیول شو.
د طالبانو لخوا د کابل تر نیول کېدو وروسته دغه ځوان هم د دغې ډلې د دروغو عفوې ښکار شو. نوموړي حتی د طالبانو د عفوې کارت هم ترلاسه کړی و.
نوموړی په دې موده کې د نجارۍ کاروبار ته مخه کړې وه.
هره ورځ د افغانستان په بېلابېلو برخو کې د طالبانو لخوا د خلکو د شکنجې او اختطاف راپورونه خپرېږي.
امریکایي ورځپاڼې نیویارک ټایمز په خپل یوه تازه رپوټ کې چې په دې وروستیو کې خپور شو، د طالبانو د عفوې درواغجنه ادعا بربنډه کړه. ددغې څېړنې له مخې سلګونه دولتی سرتېري د طالبانو لخوا وژل شوي دي.
په راپور کې ویل شوي چې طالبانو د عفوې له فرمان څخه د پخوانیو دولتي سرتېرو د نیولو د دام په توګه کار اخیستی دی.