topbar 10 10px1

طالبانو په تخار کې یو شپون نیولی او شکنجه کړی دی

طالبانو په تخار کې یو شپون نیولی او شکنجه کړی دی

تخار، د ملي مقاومت جبهه: طالبانو د تخار ولايت په ورسج ولسوالۍ کې يو شپون له ملي مقاومت جبهې سره د همکارۍ په تور نيولى دى.

دغه شپون "عبدالعلي ورسجی" نومېږي او له کلونو راهيسې د ورسج ولسوالۍ په لرې پرتو سيمو کې شپون و.

عبدالعلي د لسو ماشومانو او څو لمسیانو پلار دی او تل له ځانه سره یو دوربین وړي چې په څرځایونو او غرونو کې د خپلو پسونو ساتنه وکړي.

هغه د طالبانو له خوا له مقاومت جبهې سره د همکارۍ او د طالبانو د هلیکوپټرو د څارنې په تور نیول شوی او شکنجه شوی دی. په داسې حال کې چې هغه په ​​دې برخه کې هیڅ پوهه او مهارت نه لري.

Image
© ټول حقوق محفوظ دي | ۱۴۰۰-۱۴۰۱ | د افغانستان د ملي مقاومت جبهې

© ټول حقوق محفوظ دي | ۱۴۰۰-۱۴۰۱

 

 

Like what you see?

Hit the buttons below to follow us, you won't regret it...