بدخشان، د ملي مقاومت جبهه: طالب جګړه مارو د روان کال د سنبلې په ٢٣مه، د بدخشان د پخواني ښاروال او د ولسي پاڅونونو د يوه پخواني قوماندان، نذير محمد نيازي کور ته ننوتي او له پلټنو وروسته یې د امان نیازي او راز محمد نیازي په نوم د نوموړي زامن له ځان سره وړي.
د ښاغلي نیازي د زامنو د نیول کېدو لامل لا هم معلوم نه دی.
له بلې خوا نن سهار طالبانو د بدخشان ولايت د فيض اباد ښار د اتمې حوزې اړوند "جوزون" سيمه کې د دوو هلیکوپټرو په کارولو عمليات پيل کړي او تر اوسه يې ګڼې سيمې په نښه کړې دي.
د يادونې وړ ده، چې د بدخشان په "کوهستان" ولسوالۍ کې د تېرې ورځې په نښتو کې ١٦ طالبان وژل شوي دي. خو اوس دغې جنایتکارې ډلې د غچ اخیستلو اقدامات پیل کړیدي.