topbar 10 10px1

طالبانو په پکتیا کې یو څارنوال وواژه

طالبانو په پکتیا کې یو څارنوال وواژه

پکتیا، د ملي مقاومت جبهه: طالب وحشيانو د پکتیا ولایت په مرکز ګردېز ښار کې یو څارنوال وواژه.

"اسماعیل دلدار" شپږ کاله وړاندې له پخواني امنیتي ځواکونو سره د لوژستیک په څانګه کې کار کړی و. دغه څارنوال خپله دولتي دنده کلونه وړاندې پرېښې وه او اوس په پکتيا ولايت کې د يوه خصوصي ښوونځي مدیر وو.

نوموړى د پکتيا د مرکز اړوند د کرمشي د کلي اوسېدونکی و او د ماسټرۍ تر کچې يې زده کړې کړې وې.

یاد ځوان دوه ورځې ورک و او بیا یې جسد وموندل شو.

ترهګرو طالبانو هغه په ​​ډزو وژلی دی. له ښاغلي دلدار څخه یوه ښځه او دوه ماشومان پاتې دي.

Image
© ټول حقوق محفوظ دي | ۱۴۰۰-۱۴۰۱ | د افغانستان د ملي مقاومت جبهې

© ټول حقوق محفوظ دي | ۱۴۰۰-۱۴۰۱

 

 

Like what you see?

Hit the buttons below to follow us, you won't regret it...