topbar 10 10px1

د کوه سور په برید کې د طالبانو ماتې؛ اته جګړه مار ووژل شول

د کوه سور په برید کې د طالبانو ماتې؛ اته جګړه مار ووژل شول
د ملي مقاومت جبهه، پنجشیر: د پنجشیر ولایت په «کوه سور» قرارګاه د طالبانو برید د ملي مقاومت جبهې د ځواکونو له کلک غبرګون سره مخ شو.
 
د مقاومت د زړورو ځواکونو د ځوابي برید په پایله کې ۸ تنه ترهګر طالبان ووژل شول.
 
په دغه برید کې د افغانستان د خلکو له ویاړمنو ساتونکو یو تن د شهادت لوړ مقام ته ورسید.
 
د ملي مقاومت جبهې د ځواکونو ځوابي برید طالبان اړ کړل چې له سیمې وتښتي.
 
د مقاومت ځواکونو او طالب اشغالګرو ترمنځ په وروستیو نښتو کې اشغالګرو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.
 
طالبانو د دغو تلفاتو په غچ کې عام خلک شکنجه کړي دي. دوه ورځې وړاندې طالبانو له درېيو جنګي بنديانو سرونه پرې کړل.
 
د دغې ډلې وحشیانه او غیر انساني کړنې د دې ښودنه کوي چې طالبان د خلکو په وړاندې یوه یرغلګره او متجازه ډله ده.
Image
© ټول حقوق محفوظ دي | ۱۴۰۰-۱۴۰۱ | د افغانستان د ملي مقاومت جبهې

© ټول حقوق محفوظ دي | ۱۴۰۰-۱۴۰۱

 

 

Like what you see?

Hit the buttons below to follow us, you won't regret it...