topbar 10 10px1

په پکتیا کې د طالبانو پر سرحدي پوستو د بې پیلوټه الوتکې برید شوی

په پکتیا کې د طالبانو پر سرحدي پوستو د بې پیلوټه الوتکې برید شوی
پکتیا، د ملي مقاومت جبهه: د طالبانو پر دوو جګپوړو غړو د سفر تر بندیز وروسته د پکتیا سرحدي سیمو کې د طالب جګړه مارو په یوې پوستې بې پیلوټه الوتکې بمباري وکړه.
 
دغه بريد د جوزا په دیرشمه دغه ولايت کې د ترهګرو طالبانو د د ٢٠٣ تندر منصوري قول اردو په نوم یو قرارګاه باندې شوی دی.
 
دې هوايي برید د طالبانو شکونه راپارولي، چې ګومان کوي ​​دا برید به د پاکستان د سرحدي ځواکونو لخوا ترسره شوی وي.
 
د طالبانو دې ګمان د دې ډلې د سرحدي جګړه مارو او پاکستاني سرحدي پولیسو ترمنځ لفظي شخړه هم راپارولې ده.
 
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د ګاونډیو هېوادونو له پولو ساتونکو سره د طالبانو تاوتریخوالی ډېر شوی دی.
 
#عکس له آرشیف څخه
 
 
Image
© ټول حقوق محفوظ دي | ۱۴۰۰-۱۴۰۱ | د افغانستان د ملي مقاومت جبهې

© ټول حقوق محفوظ دي | ۱۴۰۰-۱۴۰۱

 

Like what you see?

Hit the buttons below to follow us, you won't regret it...