بدخشان، د ملي مقاومت جبهه: د بدخشان ولايت په "راغ" ولسوالۍ کې د طالبانو يو قوماندان يو بیګناه اوسیدنکی په بې رحمانه ډول شکنجه کړیدی.
دا پیښه د شنبې په ورځ د روان کال د وږي په شپږمه رامنځ ته شوې ده.
شکنجه شوی کس "ودود ضیایي" نومیږي او د "مولوی نجیب الله" په حکم چې په "مولوی نجیب" مشهور دی، سخت شکنجه شوی دی.
د "ودود" ورور "عبدالله ضیايي" هم ۲۵ ورځې وړاندې د بدخشان د "راغ" ولسوالۍ د نومول شوي ولسوال "مولوي الماس" لخوا د "مولوي نجیب" په امر سخت ووهل شو.
"ودود ضیايي" د بدخشان ولایت مرکز "فیض آباد" ته راغلی و چې "مولوي نجیب" لخوا د سړکونو، جوماتونو، ښوونځیو د بیارغونې په پلمه پر پیسو ټولولو شکایت وکړي خو هغه هم د طالبانو لخوا نیول شوی دی.