topbar 10 10px1

په کندز کې د طالبانو او ځايي خلکو ترمنځ نښته؛ یو تن وژل شوی او شپږ ټپیان دي

کندز، د ملي مقاومت جبهه: په کندز کې ځايي سرچينې وايي، چې په قلعه ذال ولسوالۍ کې د طالبانو او یادې ولسوالۍ اوسېدونکو ترمنځ نښته کې يو ځايي اوسېدونکی وژل شوی او شپږ نور ټپيان دي.
 
د دغو سرچينو د څرګندونو له مخې: دغه پيښه نن دوشنبه د روان کال د حمل مياشتې په ٢٩ نيټه د ترهګرو طالبانو او د سيمې د خلکو ترمنځ د "کلوخ تپې" په کلي کې رامنځته شوه.
 
سرچینه زیاتوي چې طالبان په زور له ځايي خلکو څخه چې «ترکمن» دي عشر  اخلي. خو ځايي خلک يې نه شي پوره کولای.
 
سرچينه زياتوي، چې ټپيان د ولسوالۍ حوزوي روغتون ته لېږدول شوي دي.
 
د دې پېښې په غبرګون کې د کندز ولايت سیمه ییزو طالبانو تر اوسه څه نه دي ويلي.
Image
© ټول حقوق محفوظ دي | ۱۴۰۰-۱۴۰۱ | د افغانستان د ملي مقاومت جبهې

© ټول حقوق محفوظ دي | ۱۴۰۰-۱۴۰۱

 

Like what you see?

Hit the buttons below to follow us, you won't regret it...