topbar 10 10px1

د طالب ترهګرو یو بل جنایت؛ طالبانو بلخ کې د یوې ځوانې نجلۍ د بدن غړي پرې کړی او بیا یې په ډزو وژلې ده

د طالب ترهګرو یو بل جنایت؛ طالبانو بلخ کې د یوې ځوانې نجلۍ د بدن غړي پرې کړی او بیا یې په ډزو وژلې ده

بلخ، د ملي مقاومت جبهه: د روان کال د وږي په ۱۳مه د شنبې په ورځ د مزارشريف ښار په اوومه ناحيه کې جنايتکارو طالبانو يوه ځوانه نجلۍ لومړى شکنجه او بيا يې په ډزو ووژله.

دغه ځوانه نجلۍ قابله وه او له خپل همکار سره د طالبانو لخوا ونیول شوه او په ولایت کې یوه پوځي مرکز ته انتقال شوه.

طالبانو لومړی دا قابله په درو وهلې، بیا یې د بدن ځینې برخې په برچې پرې کړي، بیا یې یوه پښه پرې کړې او بیا یې پر نیمه ژوندي بدن ۱۲ مرمۍ ویشتلې ده.

د طالبانو دغه جنایت د روژې د مبارکې میاشتې له لومړۍ ورځې سره سمون خوري. هغه میاشت چې مسلمانان په کې د خدای عبادت کوي او نیک اعمال ترسره کوي.

Image
© ټول حقوق محفوظ دي | ۱۴۰۰-۱۴۰۱ | د افغانستان د ملي مقاومت جبهې

© ټول حقوق محفوظ دي | ۱۴۰۰-۱۴۰۱

 

 

Like what you see?

Hit the buttons below to follow us, you won't regret it...