topbar 10 10px1

طالبانو په سالنګ کې د ملي مقاومت جبهې سره د همکارۍ په تور یو پخوانی دولتي سرتیری نیولی دی

طالبانو په سالنګ کې د ملي مقاومت جبهې سره د همکارۍ په تور یو پخوانی دولتي سرتیری نیولی دی

پروان، د ملي مقاومت جبهه: ترهګرو طالبانو تيره شپه ناوخته د دولت يو پخوانى سرتيرى له ملي مقاومت جبهې سره د همکارۍ په تور نيولى دى.

طالبانو د دغې ډلې د امنیه قومندان په امر د نصرالدین په نوم پخوانی نظامی په سالنګ ولسوالۍ کې له خپل کور څخه نیولی دی.

د پخواني سرتيري خپلوان وايي، سره له دې چې نوموړی په شاقه کارونو بوخت و او خپل ټول پوځي تجهيزات يې تسلیم کړي وو، خو د طالبانو لخوا بیا هم نيول شوى او برخليک يې معلوم نه دی.

د سالنګ ولسوالۍ لپاره د ترهګرو طالبانو تش په نامه امنيه قوماندان د شخصي دښمنيو له امله په خپلسري ډول نيونې کوي او خلک ځوروي.

له دې وړاندې هم څو تنه نور ملکي وګړي د ملي مقاومت له جبهې سره د همکارۍ په تور د امنيه قوماندان په امر نيول شوي وو.

Image
© ټول حقوق محفوظ دي | ۱۴۰۰-۱۴۰۱ | د افغانستان د ملي مقاومت جبهې

© ټول حقوق محفوظ دي | ۱۴۰۰-۱۴۰۱

 

 

Like what you see?

Hit the buttons below to follow us, you won't regret it...