د میدان وردګو ولایت د ملي مقاومت جبهه: د طالبانو ترهګرې ډلې د ۱۴۰۱ لمریز کال د حمل په ۴مه د چهار شنبې په ورځ د میدان وردګو ولایت په مرکز میدان ښار کې د پولیسو یو پخوانی افسر نیولی او بیا یې سخت شکنجه کړی دی.
دغه پوليس افسر "شير محمد دلاور زوى" نومېږي او پخوا يې د هلمند ولايت په پنځمه ناحيه کې دنده ترسره کوله.
نوموړی دا مهال د طالبانو په زندان کې شکنجه کېږي.
په دې وروستیو کې رسنیو ته داسې اسناد په لاس ورغلي چې ښيي ترهګر طالبان د امنیتي ځواکونو او پخوانیو دولتي کارکوونکو د مجازاتو لپاره د فتوا په لټه کې دي.