بغلان، د ملي مقاومت جبهه: طالب ترهګرو په هیواد کې د خپلو بشر ضد جنایتونو په دوام دا ځل د ملي مقاومت جبهې د غړیتوب په تور شاوخوا ۷۰ کورنۍ د اندراب ولسوالۍ پریښودو ته اړې کړې.
په یاده ولسوالۍ کې طالبانو له درنې مرګ ژوبلې لیدو وروسته، د ولسي خلکو په ځورولو پیل وکړ او بالاخره یې یو شمېر کورنۍ د اندرابونو ولسوالۍ له بېلابېلو سیمو په زوره کډه کړې.
هغه وحشي طالبان چې د ملي مقاومت د جبهې له زړورو ځواکونو سره د مبارزې توان يې له لاسه ورکړی او په اندراب کې يې د درندو تلفاتو په ورکولو سره جنګي روحيه کمزورې شوې ده، په دې ولسوالۍ کې په بشري ضد جنايتونو لاس پورې کوي.
جګړه مارو طالبانو همداراز د تخار په ورسج ولسوالۍ او پنجشیر ولایت یو شمېر اوسېدونکو ته د خپلو کورونو د پرېښودو امر کړی دی.
تر دې مخکې طالب شرخوښو د بغلان ولایت په خوست و فرنګ ولسوالیو کې ښځې او ماشومان یرغمل نیولي او په خورا ناوړه ډول یې شکنجه کړي وو ترڅو له ولسوالۍ یې وتلو ته اړ کړي.
په پنجشېر، د بغلان په اندرابونو، او تخار کې د طالبانو د بشري حقونو څخه د سرغړونو له راپورونو وروسته د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی ریچارډ بینیټ افغانستان ته راغی چې د طالبانو لخوا د بشري حقونو د سرغړونو په اړه څېړنې وکړي او وضعیت له نږدې وڅېړي.
د ملګرو ملتونو ځانګړي ګزارشګر وویل چې په شمالي ولایتونو پنجشیر، تخار او بغلان کې د "ډیرې د اندیښنې وړ بشري سرغړونې" شوي او د یاد سرغړونو ویډیوګانې نور تایید ته اړتیا لري.
ریچارډ بینیټ خپل ۱۱ ورځنی سفر د پنجشنبې په ورځ د جوزا په ۵ مه پای ته ورساوه.
هغه وویل چې افغانستان د بشري حقونو له جدي ننګونو سره مخ دی او طالبان یې په مخنیوي کې پاتې راغلي دي.
بینیټ زیاته کړه: "موږ پر ملکي وګړو د تروریستي بریدونو د دوام په اړه اندېښمن یو.”
په افغانستان کې د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي ګزارشګر پر ټوېټر لیکلي چې د وروستیو بریدونو او نورو پيښو په اړه بشپړې، خپلواکې او باخبره څېړنې ته اړتیا لري.
د یادولو وړ ده چې جنایتکار طالبان په هغو ولایتونو کې چې د دغې ترهګرې ډلې بریدونه په عملی توګه د ملي مقاومت جبهې ځواکونو په ځوابی بریدونو سره په شا تمبول شوي دي، جنګي او د بشریت ضد جرمونه ترسره کوي او په مختلفو تورونو ملکي خلک، توقیف، شکنجه کوي او وژني.