topbar 10 10px1

د طالبانو لخوا له بېوزلو کورنيو باج اخیستل او په بېلابېلو پلمو د بیګناه ځوانانو وژنه

د طالبانو لخوا له بېوزلو کورنيو باج اخیستل او په بېلابېلو پلمو د بیګناه ځوانانو وژنه

بغلان، د ملي مقاومت جبهه: د بغلان په خوست او فرنک ولسوالیو کې یو شمېر کورنۍ وايي چې په تېرو څو ورځو کې له ۶۰ ډېر ترهگر طالبان د چغکان، تګاب دره او کروزیل سیمو کې ځای پر ځای شوي دي.

د سيمې د خلکو د څرګندونو له مخې د طالبانو ډله د خلکو کورونه تالاشي کوي او په کورونو کې ميشت ځوانان د ځورولو ترڅنګ، ډبوي.

دوی زیاتوي چې د طالبانو ترهګره ډله ډېره وحشي ده او له ځايي غریبو خلکو په زوره ډوډۍ خوري. کله چې کورنۍ نشي کولی دوی (طالبانو) ته خواړه ورکړي، دوی د دې بې رحمه ډلې لخوا سخت وهل کیږي.

ددې تر څنګ دې ډلې په دې وروستيو وختو کې د پنجشير ولايت يو ځوان له ملي مقاومت جبهې سره د همکارۍ په تور نیولی او په پرله پسې توګه یې شکنجه کړی.

ځايي خلک وايي، د ددغه ځوان جسد دوه ورځې وړاندې د پنجشېر په سیند کې موندل شوی و.

د سيمې د اوسېدونکو په وينا دغه ځوان د ملي مقاومت له جبهې سره هيڅ تړاو نه درلود او د خپلې بېوزلې کورنۍ يوازنی روزي ګټونکې و.

د يادونې وړ ده چې دغه ظالمه ډله د بغلان ولايت په بيلابيلو کليو او دذهېواد په نورو سيمو کې ځوانان بنديان او شکنجه کوي.

Image
© ټول حقوق محفوظ دي | ۱۴۰۰-۱۴۰۱ | د افغانستان د ملي مقاومت جبهې

© ټول حقوق محفوظ دي | ۱۴۰۰-۱۴۰۱

 

 

Like what you see?

Hit the buttons below to follow us, you won't regret it...