پنجشیر، د ملي مقاومت جبهه: ترهګرو طالبانو د دوشنبې په سهار د ملي مقاومت جبهې د "شابه" پر قرارګاه بريد وکړ چې د دغې جبهې د زړورو جنګياليو له سخت مقاومت سره مخامخ شول.
په پنجشیر کې د ملي مقاومت جبهې سرتېرو په یوه هدفي برید کې د رحماني کنډک د قوماندان احمدالله په ګډون اته تنه طالبان ووژل او د هغوی وسلې او دوربینونه یې له ځانه سره یوړل.
کله چې د مقاومت ځواکونو له غرونو پر دښمن برید وکړ، طالبان له خپلو پوستو وتښتېدل او د دواب په کلي کې د کورونو په منځ کې پټ شول.
په برید کې د طالبانو یو قومندان ملا خیبر هم وژل شوی دی.
ملا خیبر چې په "بلال" مشهور و، د طالبانو یو له خطرناکو قومندانانو و چې په کاپیسا ولایت کې یې د ګڼو سړو او ځوانانو په شکنجه کولو او وژلو کې لاس درلود.
دا په دې وروستیو ورځو کې د پنجشیر، اندراب او خوست په سیمو کې د طالبانو پر پوستو د ملي مقاومت حبهې د ځواکونو له څو چریکي بریدونو یو دی.