کابل، د ملي مقاومت جبهه: طالبانو د ځینو لاریون کوونکو ښځو ویډیو خپره کړې چې ګواکې یو شمیر ښځې د دې ظالمې ډلې د اعمالو په اړه پر خپل اعتراض پښیماني څرګندوي او اعتراف کوي چې دوی نورو ښځو تېر ایستي وو.
دې ثبت شوې ويډیو کې د معترضو ښځو د پرلپسې اعترافونو صحنې ښودل کیږي. دا جبري اعترافونه ثابتوي چې طالبان یو ځل بیا د خپلو جرمونو د نه افشا کیدو لپاره له زور او شکنجې کار اخلي.
دغه زړورې ښځې چې د دغې ظالمې ډلې د سپکاوي، ذلت، جبر او شکنجې ترخه یې څکلې دي، د مظاهرو په اړه کیسه کوي او د دوی په اعتراضونو کې د مداخلې په اړه جبري اعترافونه ورکوي خو د شکنجې او په زوره اعتراف ته اړ ایستلو نښې له ورایه څرګندې دي.
په ویډیو کې یوه نیول شوې مېرمن وايي چې د څلورو ماشومانو مور ده او له تېرو شپږو ورځو راهیسې له خپلو ماشومانو او کورنۍ لرې ده.
د ترهګرو طالبانو د راتګ له پیل راهیسې د افغانستان ښځو د مبارزې او مخالفت بیرغ پورته کړ او د "ډوډۍ، کار او ازادۍ" تر شعارونو لاندې یې خوځښت پیل کړ.
ددغو معترضو ښځو یوې خپلوانې ویلي، چې مظاهره کوونکې ښځې وروسته له هغې د دغه جنایتکارې ډلې لخوا وتښتول شوې، چې په یوه خوندي کور کې اوسیدل.
دوی د ترهګرو طالبانو لخوا له ګواښونو او شکنجو وروسته جبري اعتراف او پښېمانۍ ته اړې شوې، چې له امله یې دوی ازادې شوې دي.
د افغانستان خلک به هېڅکله د دې ترهګرې، اجیرې او پردیپالې ډلې (طالبانو) جبر او شکنجو ته غاړه کېنږدي.
شپږ ورځې وړاندې اشغالګرو طالبانو پر یوه کور چاپه ووهله او د ۲۹ ښځو په ګډون یې ۴۰ تنه لاریون کوونکي ونیول. دا هغه میرمنې دي چې تر شکنجو او ظلم وروسته اوس په دروغو او په زور اعتراف کولو ته اړې شوې دي.