بغلان، د ملي مقاومت جبهه: اشغالګرو طالب جګړه مارو د خپلو بهرنیو ترهګرو په مرسته پرون له غرمې وروسته د بغلان ولایت په "خوج" او "باغ اندراب" دره کې د افغانستان د ملي مقاومت د جبهې د زړورو ځواکونو په پوستو بریدونه وکړل.
تر اوسه د طالبانو پنځه لوی بریدونه د افغانستان د ملي مقاومت جبهې جنګیالیو لخوا په شا تمبول شوي دي.
طالب بدنامې ډلې چې پدې برید کې یې درنه مرګ ژوبله لیدلې اوس هڅه کوي چې له خپلو ځانمرګو او سره قطعاتو په نوم جګړه مارو پر مټ د نورو بریدونو لپاره چمتووالی ونیسي.
د یادولو وړ ده چې د ملي مقاومت د جبهې جنګیالي په لوړ مورال سره هڅه کوي چې په یادو سیمو کې د دښمن په شاتګ ته اړ کړي.
@انځور له آرشیف څخه