topbar 10 10px1

په پنجشیر کې طالبانو د درېیو اسیرانو لاسونه تړلي او سرونه یې ترې پرې کړي دي

په پنجشیر کې طالبانو د درېیو اسیرانو لاسونه تړلي او سرونه یې ترې پرې کړي دي

د ملي مقاومت جبهه، پنجشیر: طالب ترهګرو له درېيو جنګي اسیرانو سرونه پرې کړل.

طالب جګړه مارو د بازارک ولسوالۍ په کرباشي سیمه کې د افغانستان د خلکو د مدافعینو هر یو تمیم خان د خوش میر زوی چې تازه یې کوژده کړې وه، جان ګل د محمد خان زوی او فیض آغا د فیض محمد خان زوي لاسونه تړلي او وروسته له شکنجې یې په ډیرې بی رحمۍ ترې سرونه پرې کړي دي.

د کرباشی سیمې خلکو د دغو دریو سپیڅلي شهیدانو جسدونه چې د افغانستان د خلکو د عزت او وقار په لاره کې یې سرونه نذرانه کړل د دغو مظلومو شهیدانو د کورنیو د غړو په غیاب کې خاورو ته وسپارل.

له جنګي اسیرانو سره د طالبانو چلند د جنګي او بشري جنایتونو یوه بېلګه او د دې ډلې د بشپړ غیر انساني ذهنیت څرګندونه کوي.

په تیرو اوونیو کې په پنجشیر او نورو سیمو کې د طالبانو لخوا لسګونه ملکي وګړي نیول شوي او زندانونو ته اچول شوي دي.

طالب ترهګرو دغه کسان له خپلو کورونو او کروندو نیولي او د دغو مظلومو او بې دفاع خلکو د نیولو پر مهال یې له هیڅ ډول شکنجې او ځورونې ډډه نه ده کړې.

Image
© ټول حقوق محفوظ دي | ۱۴۰۰-۱۴۰۱ | د افغانستان د ملي مقاومت جبهې

© ټول حقوق محفوظ دي | ۱۴۰۰-۱۴۰۱

 

 

Like what you see?

Hit the buttons below to follow us, you won't regret it...