تخار، د ملي مقاومت جبهه: له څو ورځو راهیسې طالب ترهګر په بېلابېلو پلمو د تخار پوهنتون د نجونو لیلیې ته ننوتي او محصلینې ځوروي.
دغو نجونو د خپلې لیلیې له دننه عکسونه رالېږلي، چې وايي یو شمېر طالب جګړه مارو د وضعیت د څېړلو په پلمه دوی ځورولي دي.
د طالبانو پر کړنو د نیوکې ترڅنګ د زده کوونکو کورنۍ وايي، چې د دې ډلې غړي حق نه لري، چې د نجونو لیلیې ته ولاړ شي او هر کله چې وغواړي له ښځینې زده کوونکو څخه پوښتنې وکړي.
تر دې مخکې طالبانو په دغه ولایت کې تر ۳۰ زیاتې محصلینې له لیلیې له اجازې پرته وتلو له امله نیولي وې.