کندز، د ملي مقاومت جبهه: طالبانو جګړه مارو په کندز کې د ملي امنیت د ۰۹ ځانګړې قطعې یو پخوانی سرتیری سید سردار سادات نیولی دی.
طالبانو د سې شنبې په ورځ (د حمل په دیرشمه) د دغه ولایت د علي آباد ولسوالۍ د خیل ګدا په کلي کې سید سردار یې نیولې او نامعلوم ځای ته انتقال کړې. نوموړی د امنیتي ځواکونو پخوانی غړی و.
په دې وروستیو کې طالبانو په کندز کې د ملي امنیت د ۰۹ ځانګړې قطعې یو بل پخوانی افسر سید حمیدالله سادات هم د نامعلومو دلایلو له مخې نیولې او کابل ته انتقال کړی دی.
نيويارک ټايمز په دې وروستيو کې په خپل يوه څېړنيز راپور کې ليکلي چې د طالبانو رژيم د شپږ مياشتني تسلط په موده کې د دغې ډلې لخوا شاوخوا ۵۰۰ پخواني دولتي سرتېري وژل شوي او يا هم تښتول شوي دي.