topbar 10 10px1

طالبانو په پنجشیر کې د خپلې ماتې په بدل کې په حصارک کې څو کورنۍ یرغمل کړي دي

طالبانو په پنجشیر کې د خپلې ماتې په بدل کې په حصارک کې څو کورنۍ یرغمل کړي دي
پنجشیر، د ملي مقاومت جبهه: د پنجشير ولايت د حصارک په قرارګاه کې له يوې سترې ماتې وروسته ترهګرو طالبانو اوس د حصارک د اوسيدونکو څو کورنۍ يرغمل کړي دي.
 
په حصارک کې د افغانستان د ملي مقاومت جبهې له زړورو جنګیالیو په تېرو دوو ورځو کې طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اړولې وه.
د نښتې په لومړۍ ورځ د دغې ډلې ۱۰ غړي وژل شوي او ۱۲ نور سخت ټپیان شوي وو.
 
د حصارک د کلي ډېر اوسېدونکي د طالبانو لخوا له خپلو کورونو بېځایه شوي، خو د دې ډلې غړو يې د وتلو مخه نيولې ده.
 
طالبانو دغه کورنۍ یرغمل نیولې او د ملي مقاومت جبهې د ځواکونو پر وړاندې یې د انساني سپر په توګه کاروي.
Image
© ټول حقوق محفوظ دي | ۱۴۰۰-۱۴۰۱ | د افغانستان د ملي مقاومت جبهې

© ټول حقوق محفوظ دي | ۱۴۰۰-۱۴۰۱

 

 

Like what you see?

Hit the buttons below to follow us, you won't regret it...