topbar 10 10px1

طالبانو په خیرخانه کې د ښوونځي له ماشومانو پوښتنې ګرویږنې کړي دي

طالبانو په خیرخانه کې د ښوونځي له ماشومانو پوښتنې ګرویږنې کړي دي

د ملي مقاومت جبهه، کابل: طالبانو نن سهار د کابل په خیرخانه سیمه کې پر یو شمېر لومړنیو ښوونځیو برید کړی او له ماشومانو یې پوښتنې ګروېږنې کړې دي.

له دغو زده کونکو د "کورنۍ، د پلار دندې، د پلار موقف، او اصلي استوګنځي" په اړه پوښتنې شویدي.

دغه ماشومان له لومړي تر درېیم ټولګي زده کوونکي هلکان او نجونې وو.

ماشومان د پوښتنو او ګرویږنو دومره وارخطا شوي، چې په ژړا او سلګیو کور ته تښتېدلي دي.

د جنګي موخو لپاره له ماشومانو تحقیق د نړیوالو قوانینو له مخې جنګي جرم دی.

له بلې خوا د طالبانو خپلسري نیول هره ورځ زیاتیږي. دغې ډلې د ثور په ۲۹مه په کابل کې لږ تر لږه ۳۵ تنه ځوانان ونیول.

دغه ځوانان ټول ملکي وګړي او د پنجشېر ولايت اوسېدونکي وو چې تر اوسه د دوی د برخلیک په اړه معلومات نشته. دغه ځوانان د توقیف پر مهال وهل شوي هم دي.

Image
© ټول حقوق محفوظ دي | ۱۴۰۰-۱۴۰۱ | د افغانستان د ملي مقاومت جبهې

© ټول حقوق محفوظ دي | ۱۴۰۰-۱۴۰۱

 

 

Like what you see?

Hit the buttons below to follow us, you won't regret it...