topbar 10 10px1

پر بلخاب د طالبانو يرغل له ماتې سره مخ شو؛ څوارلس جګړه مار طالبان ووژل شول او شل نور ټپيان دي

پر بلخاب د طالبانو يرغل له ماتې سره مخ شو؛ څوارلس جګړه مار طالبان ووژل شول او شل نور ټپيان دي
سرپل، د ملي مقاومت جبهه: د پنجشنبې په ورځ جګړه مارو طالبانو د سرپل ولایت پر بلخاب ولسوالۍ له څو لورو بریدونه وکړل.
 
د ابکلان، دزدان دره  او قم کوتل په سیمو کې په شاوخوا ۱۰ ساعته جګړو کې ۱۴ جګړه مار طالبان وژل شوي او ۲۰ نور ټپیان دي.
 
د طالب جګړه مارو مشري "قاري فصيح الدين فطرت" کوي او د بلخاب د دفاعي جبهې قومندان "مهدي مجاهد" دی.
 
په دې جګړه کې يو طالب جګړه مار د بلخاب د خلکو لخوا تر نيولو کېدو وروسته خپل انفجاري واسکټ ته چاودنه ورکړه او په دغه انتحاري برید کې شپږ تنه ووژل شول او لس تنه نور ټپيان شول.
 
طالبانو د بدري او منصوري قطعې یو شمېر ځانمرگي بریدګر د جګړې لومړۍ کرښې ته استولي دي.
 
د طالبانو یرغل چې له شمالي ولایتونو د شاوخوا ۵۰۰۰ جګړه مارو په ملتیا پیل شوی و، په لومړۍ ورځ له ماتې سره مخ شو او دغه ډله اوس د نورو بریدونو لپاره تیاری نیسي.
Image
© ټول حقوق محفوظ دي | ۱۴۰۰-۱۴۰۱ | د افغانستان د ملي مقاومت جبهې

© ټول حقوق محفوظ دي | ۱۴۰۰-۱۴۰۱

 

Like what you see?

Hit the buttons below to follow us, you won't regret it...