topbar 10 10px1

د طالب ترهګرو لخوا د "کجکي بند" ساتونکی اختطاف شوی

د طالب ترهګرو لخوا د "کجکي بند" ساتونکی اختطاف شوی

هلمند، د ملي مقاومت جبهه: ترهګرو طالبانو شاوخوا شپږ میاشتې کېږي چې د کجکي بند یو ساتونکی اختطاف کړی دی.

د "عليزي خاکسار" (تښتول شوي کس) د کورنۍ غړي وايي، نوموړی بې ګناه دی او له شپږو میاشتو راهیسې د طالب وحشیانو په زندان کې دی.

"عليزي خاکسار" خپل دوه وروڼه له ترهګرو طالبانو سره په جګړه کې له لاسه ورکړي او اوس يې په کور کې د ورور کونډې، خپله مېرمن، يو ماشوم او يو سپين ږيری بې سرپرسته پاتې دي.

ویل کیږي چې دغه سړی له خپل کور څخه تښتول شوی او نامعلوم ځای ته وړل شوی دی.

دا لومړی ځل نه دی چې د دغې جنایتکارې ډلې د خپلې بخښنې ادعا ناسمه ثابته شوې ده. همدا اوس ډیری بې ګناه نارینه او ښځې ددغې ظالمې ډلې له خوا بندیان دي او هره ورځ شکنجه او وژل کیږي.

Image
© ټول حقوق محفوظ دي | ۱۴۰۰-۱۴۰۱ | د افغانستان د ملي مقاومت جبهې

© ټول حقوق محفوظ دي | ۱۴۰۰-۱۴۰۱

 

 

Like what you see?

Hit the buttons below to follow us, you won't regret it...