topbar 10 10px1

طالبانو په زابل ولایت کې دوه پخواني دولتي کارکوونکي اختطاف کړي دي

طالبانو په زابل ولایت کې دوه پخواني دولتي کارکوونکي اختطاف کړي دي
زابل، د ملي مقاومت جبهه: ترهګرو طالبانو په تېرو څلورو ورځو کې په زابل ولایت کې دوه پخواني دولتي کارکوونکي اختطاف کړي دي.
 
د پوليسو د کنډک پخوانى قوماندان "ميرويس خوشحال" دوه ورځې مخکې له خپل کور څخه اختطاف شوى و او د زابل ولايت له مرکز کلات څخه د ملي امنيت پخوانى کارکوونکى "محمد" هم د طالبانو له خوا اختطاف شوى و.
 
د يادونې وړ ده، چې طالبان د بې ګناه خلکو له شکنجه او ظلم څخه ډډه نه کوي او د راپورونو له مخې، ډېری برمته شوي او بنديان د دې ډلې له لوري تر شکنجو او سپکاوي وروسته وژل کېږي.
Image
© ټول حقوق محفوظ دي | ۱۴۰۰-۱۴۰۱ | د افغانستان د ملي مقاومت جبهې

© ټول حقوق محفوظ دي | ۱۴۰۰-۱۴۰۱

 

 

Like what you see?

Hit the buttons below to follow us, you won't regret it...