topbar 10 10px1

طالبانو په بغلان کې د شپې لخوا په یو میلمستیا کې د ګډون له امله ۱۲ کسان وژلي

طالبانو په بغلان کې د شپې لخوا په یو میلمستیا کې د ګډون له امله ۱۲ کسان وژلي

بغلان، د ملي مقاومت جبهه: طالب ترهګرو یو ځل بیا د بغلان ولایت په نهرین ولسوالۍ کې بې ګناه ځوانان په ډزو وژلي دي.

طالبانو تېره شپه ۱۲ تنه د نهرین ولسوالۍ د سړک په یوه کونج کې په یوه پوسته کې هغه مهال ودرول او ویې وژل چې له یو محفل څخه کور ته په راستنیدو وو.

طالب اورپکو دغه کسان د شپې په محفلونو او میلمستیاوو کې د ګډون له امله وژلي او ویلي یې دي چې "اسلامي شریعت د شپې محفلونو ته اجازه نه ورکوي".

تر دې مخکې د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو ځانګړي ګزارشګر ریچارډ بینیټ افغانستان ته له سفر وروسته د جوزا په پنځمه په یوه خبري کنفرانس کې د خپل سفر پایلې اعلان کړې وې او ویلي یې وو چې افغانستان د بشري حقونو په برخه کې له حیاتي ستونزو سره مخ دی.

دا په داسې حال کې ده چې طالبان هره ورځ په پنجشېر، تخار او بغلان ولایتونو کې بې ګناه خلک بندیانوي، شکنجه کوي او وژني. ددې ډلې د بشر ضد جنایتونه ورځ په ورځ زیاتېږي.

Image
© ټول حقوق محفوظ دي | ۱۴۰۰-۱۴۰۱ | د افغانستان د ملي مقاومت جبهې

© ټول حقوق محفوظ دي | ۱۴۰۰-۱۴۰۱

 

 

Like what you see?

Hit the buttons below to follow us, you won't regret it...