تخار، د ملي مقاومت جبهه: ترهګرو طالبانو د پخوانيو دولتي سرتېرو د وژلو په لړ کې په تخار کې د ولسي پاڅون کوونکو يو قوماندان تیره ورځ په ډزو وواژه.
دغه پېښه د روان کال د حمل د مياشتې په اوومه نېټه د تخار ولايت په مرکز "تالقان" ښار کې رامنځته شوې ده.
پخوانی قوماندان "ملک" نومېده او د تخار د ولایتي شورا پخوانی رییس "وفي الله رحماني" ساتونکی و.
د يادونې وړ ده، چې دوه ورځې وړاندې طالبانو په تخار کې د اردو يو پخوانى افسر هم وژلى و.