topbar 10 10px1

طالبانو یو پخوانی دولتي سرتېری د اختر په شپه وواژه

طالبانو یو پخوانی دولتي سرتېری د اختر په شپه وواژه

هرات، د ملي مقاومت جبهه: طالب ترهګرو د محمد آصف سلطاني په نوم یو پخوانی دولتي سرتېري په هرات ولایت کې وواژه.

تورن سلطانی د هرات په ملي امنیت ریاست کې د یوه ټولي قوماندان و.

د طالبانو لاس ته د هرات ولایت لوېدو سره نوموړی کابل ته لاړ او د یوې مودې لپاره هلته پاتې شو او وروسته بېرته هرات ته ستون شو.

له کابل څخه تر ستنېدو وروسته، طالبانو په مکر او فریب سره نوموړی وظیفې ته وروغوښت او تر یوې مودې وروسته یې تېره شپه د چاقو په ګوزارونو وواژه.

ښاغلی سلطاني پر طالبانو بې باوره و او په پام کې وه چې همدې ورځو کې له هېواده بهر لاړ شي.

طالبانو تردې وړاندې هم د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې پخواني دولتي سرتېري په مختلفو بهانو نیولي، شکنجه کړي او وژلي دي.

Image
© ټول حقوق محفوظ دي | ۱۴۰۰-۱۴۰۱ | د افغانستان د ملي مقاومت جبهې

© ټول حقوق محفوظ دي | ۱۴۰۰-۱۴۰۱

 

 

Like what you see?

Hit the buttons below to follow us, you won't regret it...