topbar 10 10px1

طالبانو په هرات کې د ملي امنیت یو پخوانی کارکوونکی وواژه

طالبانو په هرات کې د ملي امنیت یو پخوانی کارکوونکی وواژه
 هرات، د ملي مقاومت جبهه: جنايتکارو طالبانو د پخوانيو دولتي سرتيرو د وژلو په دوام، په هرات ولایت کې د ملي امنيت يو پخوانی کارکوونکى وواژه.
 
دا پېښه د جمعې په ورځ د حوت په نولسمه د هرات ښار کې رامنځ ته شوې ده.
 
د ملي امنیت دا پخوانی کارکوونکی "وحیدالله فیضي" نومیده او کورنۍ یې د (طالبانو) له ویرې رسنیو سره خبرې نه شي کولی، هغه پرون خاورو ته وسپارل شو.
 
په تېرو څو ورځو کې په هېواد کې د وسله والو طالبانو لخوا د ملکي وګړو او د حکومت د پخوانیو سرتېرو وژنه ډېره شوې ده.
Image
© ټول حقوق محفوظ دي | ۱۴۰۰-۱۴۰۱ | د افغانستان د ملي مقاومت جبهې

© ټول حقوق محفوظ دي | ۱۴۰۰-۱۴۰۱

 

 

Like what you see?

Hit the buttons below to follow us, you won't regret it...