تخار، د ملي مقاومت جبهه: د طالبانو ترهګرې ډلې د جمعې په ماښام د تخار ولایت د ورته بُر په کلي کې د اردو یو پخوانی افسر په بې رحمانه ډول شکنجه کړی او بیا یې وژلی دی.
دغه پخوانى دولتي سرتیری "سيد بسم الله سادات" نومېده او څو ورځې وړاندې د وسله والو طالبانو لخوا نيول شوى و.
د ویلو ده چې د تخار امنیه قومندانۍ د افسرانو قومندان تقریبا شل ورځې وړاندې د طالبانو لخوا ونیول شو او اوس هم زنداني دی.