topbar 10 10px1

طالبانو په کندهار کې د یوه ښوونځي د مدیر مرستیال وژلی دی

طالبانو په کندهار کې د یوه ښوونځي د مدیر مرستیال وژلی دی

کندهار، د ملي مقاومت جبهه: طالبانو په کندهار ښار کې د افغان-ترک خصوصي لېسې د مدیر مرستیال وژلی دی.

د کندهار د افغان-ترک لېسې د مدیر مرستیال ارشاد احمد فضلي د سې شنبې په ورځ (د ثور په ۲۴مه) د کندهار ښار د ۱۱مې ناحیې اړوند عینومینه ښارګوټي کې طالبانو په چړو وواژه.

د دغه ځوان مړى د ميرويس حوزوي روغتون ته وړل شوى دى.

په افغانستان کې د هرې ورځې په تیریدو سره هدفي وژنې او ترورونه زیاتیږي.

طالبانو چې د افغانستان په مختلفو سیمو کې د ملي مقاومت جبهې له لورې درنه مرګ ژوبله لیدلې ده، اوس هیواد په مختلفو سیمو کې له ملکي وګړو د غچ اخیستنې ته مخه کړې او حتی په ښځو او ماشومانو یې هم رحم ندی کړی.

Image
© ټول حقوق محفوظ دي | ۱۴۰۰-۱۴۰۱ | د افغانستان د ملي مقاومت جبهې

© ټول حقوق محفوظ دي | ۱۴۰۰-۱۴۰۱

 

 

Like what you see?

Hit the buttons below to follow us, you won't regret it...