topbar 10 10px1

د سمنگان دره صوف لپاره د طالبانو نومولي ښاروال پر یوې ښځې جنسي تېری کړی

د سمنگان دره صوف لپاره د طالبانو نومولي ښاروال پر یوې ښځې جنسي تېری کړی

سمنگان، د ملي مقاومت جبهه: د سمنگان ولایت د دره صوف ولسوالۍ لپاره د طالبانو نومول شوی ښاروال مولوي ریحان پر یوې ښځې تر جنسي تېري وروسته تښتېدلی دی.

په سمنگانو کې د طالب ترهگرو د نومول شوي والي مرستيال مولوي عبدالمنان، نوموړي ته پناه ورکړې او د هغه د نيولو مخه يې نيولې ده.

د راپورونو له مخې په دره صوف پایین ولسوالۍ کې وضعیت کړکېچن شوی دی.

د دغې وحشي ډلې له خوا پر ښځو جنسي تېری، شکنجه او بندي کول کومه نوې پېښه نه ده.

په دې وروستیو کې په کابل، فراه، تخار، بدخشان، سمنگان، بلخ او یو شمېر نورو ولایتونو کې لسگونه ښځې بندیانې، شکنجه او جنسي تېري ښکار شوي دي.

Image
© ټول حقوق محفوظ دي | ۱۴۰۰-۱۴۰۱ | د افغانستان د ملي مقاومت جبهې

© ټول حقوق محفوظ دي | ۱۴۰۰-۱۴۰۱

 

 

Like what you see?

Hit the buttons below to follow us, you won't regret it...