کابل، د ملي مقاومت جبهه: ترهګرو طالبانو پرون په کابل کې پر یوه امن کور برید وکړ او د ۲۹ ښځو او نجونو په ګډون۴۰ تنه یې وتښتول.
دا کور د مبارزو او معترضو ښځو او نجونو لپاره خوندي ځای بلل کیده.
ترهګر طالبان داسې مهال د بې ګناه خلکو په تښتونې لاس پورې کوي چې درې اونۍ وروسته یوه مظاهره کوونکې مېرمن پروانه ابراهیم خېل د دوی له منګولو ازاده شوه.
په کابل او د افغانستان په نورو سیمو کې د دغې اجیرې ډلې له راتګ راهیسې د ملکي خلکو نیول، شکنجه او ګرویږنې روانې دي.