بلخ، د ملي مقاومت جبهه: جنایتکاره طالبانو د بلخ ولايت په مرکز (مزارشريف) ښار کې يو تن په ډزو وواژه.
دغه پېښه د پنجشنبې په شپه د حوت په نولسمه د دغې ترهګرې ډلې په یوه پوسته کې رامنځ ته شوې ده.
بلخ ولايت دا اوسېدونکى "حاجي عصمت" نومېده او کله چې له هټۍ څخه کور ته روان و، د دغې تروريستي ډلې د غړو له خوا پرې ډزې وشوې او ټپي شو. خو د سختو ټپونو له امله یې نن په روغتون کې ساه ورکړه.
د يادونې وړ ده، چې دوه ورځې وړاندې هم د دغې جنايتکارې ډلې غړو په کابل کې درې ملکي وګړي په ډزو وژلي وو.
وحشي طالبان دا ډول جنایتونه تر سره کوي تر څو خلک له دوی څخه وویریږي او د دوی د ظلم په وړاندې اعتراض ونه کړي.