topbar 10 10px1

طالبانو په بلخ کې یو سړی او ښځه په مرموز ډول وژلي دي

بلخ، د ملي مقاومت جبهه: د جمعې په سهار د يوې ښځې او يو سړي مړي چې په ډزو وژل شوي وو، د مزارشريف روغتون ته راوړل شول.

دغه سړى او ښځه پرون پنجشنبه د روان کال د حمل په ٢٥مه په يوه پوسته کې د طالب ترهګرو لخوا تر پوښتنو ګروېږنو لاندې راغلل او په بله ورځ يې جسدونه د مزارشريف ښار په څلورمه ناحيه کې وموندل شول.

یوه داسې ویډیو چې ددې سړی او ښځه له وژلو څو شيبې مخکې ثبت شوې ملي مقاومت جبهې لاس ته راوړې چې ښیي یو سړی په زوره له یوې میرمنې اعتراف اخلي او بیا دا میرمنه سره له یوه نارینه وژل کیږي.

په تېرو اتو میاشتو کې د بلخ ولایتي روغتون ته تر ۵۰ زیات جسدونه وړل شوي او د دغو وژنو ډېره برخه د طالبانو د وحشي جګړه مارو لخوا شوې ده.

Image
© ټول حقوق محفوظ دي | ۱۴۰۰-۱۴۰۱ | د افغانستان د ملي مقاومت جبهې

© ټول حقوق محفوظ دي | ۱۴۰۰-۱۴۰۱

 

 

Like what you see?

Hit the buttons below to follow us, you won't regret it...