تخار، د ملي مقاومت جبهه: په داسې حال کې چې د هېواد شمال ته جګړه پراخه شوې، د طالبانو د وحشي رژیم د دفاع وزارت لومړی مرستیال ملا محمد فاضل مظلوم له نورو ترهګرو سره تخار ولایت ته تللی.
نن پنجشنبه د روان کال د حمل میاشتې په ۲۵مه د دغې ترهګرې ډلې جګړه مارو پرته له دې چې کوم اسلامي معیار او طریقې ته پام وکړي، د دغه ولایت په "فرخار" او "ورسج" ولسوالیو کې کور په کور تلاشي پیل کړه او د سیمې اوسیدونکي یې سخت وځورول.
دوی (طالبانو) تر اوسه په فرخار ولسوالۍ کې څو تنه په کورونو کې د پوځي یونیفورم د موندلو له امله سخت وهلي دي.
د يادونې وړ ده، چې له تېرو څو ورځو راهيسې د دغه ولايت په چاه اب ولسوالۍ کې د دغې ترهګرې ډلې د درېيو قوماندانانو ترمنځ درې ځلې جګړه شوې، چې په ترڅ کې يې تر اوسه اته تنه وژل شوي او دا خپلمنځي نښتې لا هم روانې دي.