بدخشان، د ملي مقاومت جبهه: ترهګرو طالبانو د پنجشنبې په ماښام د حمل په لومړۍ نیټه د بدخشان ولایت په مرکز فیض آباد ښار کې یو دوکاندار سخت ووهلو چې اوس په روغتون کې دی او روغتیايي حالت یې د انديښنې وړ دی.
دغه دوکاندار حمیدالله نومیږي او له یوه ځایي اوسیدونکي سره د "لفظي شخړې" له امله د طالبانو لخوا سخت ووهل شو.
د يادونې وړ ده چې دغه جنايتکاره ډله تل بې ګناه او ملکي خلک بې دليله وهي.