topbar 10 10px1

طالبانو په کندز کې د ولسي پاڅونوالو پخوانی قومندان حبیب ناصري په ډزو وواژه

طالبانو په کندز کې د ولسي پاڅونوالو پخوانی قومندان حبیب ناصري په ډزو وواژه

کندز، د ملي مقاومت جبهه: ترهګرو طالبانو په کندز ولايت کې د پخواني حکومت د ولسي پاڅون يو قوماندان حبيب ناصري په ډزو وواژه.

طالبانو تېره شپه د کندز ښار په رستاق اباد سیمه کې د ولسي پاڅون یو پخوانی مشهور قومندان په خپل کور او د کورنۍ د غړو د سترگو په وړاندې په ډزو وواژه.

حبيب ناصري د حکومت له نسکورېدو وروسته په کور کې و او په بې وزلۍ کې يې ژوند کاوه.
هغه له کومې ډلې سره تړاو نه درلود.

د يادونې وړ ده، چې په دې وروستيو کې طالبانو د ملي امنيت د ۰۹ قطعې يو پخواني افسر او يو سرتېرى نيولي، چې تر اوسه يې د برخلیک په اړه معلومات نشته.

Image
© ټول حقوق محفوظ دي | ۱۴۰۰-۱۴۰۱ | د افغانستان د ملي مقاومت جبهې

© ټول حقوق محفوظ دي | ۱۴۰۰-۱۴۰۱

 

 

Like what you see?

Hit the buttons below to follow us, you won't regret it...