topbar 10 10px1

ترهګرو طالبانو، یو ځوان د هغه مور د سترګو وړاندې په ډزو ټپي کړ

کابل، د ملي مقاومت جبهه: ترهګرو طالبانو يو ځوان د هغه مور د سترګو پروړاندې په ډزو سخت ټپي کړ.

دغه پېښه د چهارشنبې په ورځ د حوت په ۱۷ مه د کابل ښار په ۱۱مه ناحیه کې رامنځته شوې ده.

د دغه ځوان مور په کلينيک کې د طالبانو له جنايت څخه شکايت کوي او وايي چې له طالبانو نه ډاريږي او هغوی «وحشي او قاتلان» بولي.

هغه زیاته کړه چې ظالمو طالبانو د هغه زوی د هغه سترګو په وړاندې په ډزو وویشته.
د یادولو وړ ده چې طالب ترهګرې ډلې پرون د کابل ښار په «کارته پروان» سیمه کې درې تنه ځوانان په ډزو ووژل.

دغه جنایتکاره ډله هره ورځ په پلازمینه او ولایتونو کې په بیلابیلو پلمو ځوانان نیسي، شکنجه کوي او په ډزو وژني او خلکو ته خپلې اصلي څیرې ښيي.

Image
© ټول حقوق محفوظ دي | ۱۴۰۰-۱۴۰۱ | د افغانستان د ملي مقاومت جبهې

© ټول حقوق محفوظ دي | ۱۴۰۰-۱۴۰۱

 

 

Like what you see?

Hit the buttons below to follow us, you won't regret it...