topbar 10 10px1

طالبانو تخار کې یو کس په ډزو وژلی او جسد یې سپیو ته اچولی

طالبانو تخار کې یو کس په ډزو وژلی او جسد یې سپیو ته اچولی

تخار، د ملي مقاومت جبهه: ترهګرو طالبانو د تخار ولایت په رستاق ولسوالۍ کې یو سړی په ډزو وواژه او جسد یې سپو ته وغورځاوه.

د وژل شوي کس نوم نوم صلاح الدین و او د ولسي پاڅون کوونکو پخوانی غړی و.

صلاح الدین درې ورځې وړاندې د طالبانو له خوا له خپل کور څخه نیول شوی و.

د هغه کورنۍ وايي، له ډېرو هلو ځلو وروسته يې جسد نن په داسې ځای کې وموندل شو چې د بدن يوه برخه يې سپيو خوړلې وه.

طالبانو په وروستیو ورځو کې د پنجشیر، بغلان ولایتونو او د تخار په درقد ولسوالۍ کې هم ګڼ کسان په ډزو وژلي دي.

Image
© ټول حقوق محفوظ دي | ۱۴۰۰-۱۴۰۱ | د افغانستان د ملي مقاومت جبهې

© ټول حقوق محفوظ دي | ۱۴۰۰-۱۴۰۱

 

 

Like what you see?

Hit the buttons below to follow us, you won't regret it...