topbar 10 10px1

طالب ترهګرو په بدخشان کې د واده پر مراسمو برید کړی

طالب ترهګرو په بدخشان کې د واده پر مراسمو برید کړی

بدخشان، د ملي مقاومت جبهه: طالب جګړه مارو نن ماسپښين په بدخشان ولايت کې د واده پر مراسمو بريد وکړ.

لسګونه طالب جګړه مار وروسته له هغه پردغو مراسمو ورغلل چې په محفل کې موسيقي غږېده. دوی يو شمېر کسان ونيول او د خوښۍ د جشن د دوام مخه يې ونيوله.

د خلکو د خوښیو جشنونو ګډوډول د طالبانو اساسي بوختیاوې ګڼل کیږي.

په یوه بله پیښه کې شاوخوا شل ورځې وړاندې د ننګرهار ولایت په سرخرود ولسوالۍ کې د ددې ډلې جګړه مارو د واده پر یو کاروان ډزې وکړې.

لومړیو کې ناوې او زوم په ډزو ټپيان شول؛ خو ناوې روغتون ته پر لاره مړه شوه.

په یوه بله پیښه کې طالبانو تېر کال په همدې ولسوالۍ کې د واده پر مراسمو ډزې کړې وې. د برید لامل د موسیقۍ غږول بلل شوي وو.
په ډزو کې لږ تر لږه دوه کسان وژل شوي او لس نور ټپیان شوي وو.

Image
© ټول حقوق محفوظ دي | ۱۴۰۰-۱۴۰۱ | د افغانستان د ملي مقاومت جبهې

© ټول حقوق محفوظ دي | ۱۴۰۰-۱۴۰۱

 

Like what you see?

Hit the buttons below to follow us, you won't regret it...