تخار، د ملي مقاومت جبهه: طالبانو د تخار ولايت په ورسج ولسوالۍ کې له ملي مقاومت جبهې سره د همکارۍ په تور د سيمې اوسيدونکي يرغمل کړي او شکنجه کړي دي.
د يادې ولسوالۍ يوه اوسېدونکي وويل، چې طالبانو د دوى ګاونډيان له څېړنو پرته يرغمل کړي دي.
د هغه په وينا، طالبانو ډېر کسان يرغمل کړي او هغوى یې سخت شکنجه کړي، او په دوی کې درې تنه د تالقان ښار او يو شمېر نور يې د ورسج ولسوالۍ اوسیدونکي دي.
د دې تر څنګ د دغې ترهګرې ډلې وسله وال د سیمې خلک مجبوروي چې د دوی لپاره خواړه چمتو کړي او څوک چې دا کار ونه کړي، د ترهګرو لخوا ډبول کېږي.
طالبان تېره شپه د سیمې جوماتونو ته ورغلي او د خلکو د سپکاوي ترڅنګ یې خبرداری ورکړ چې د دې ډلې له ۲۰ تر ۳۰ جګړه مارو ته باید ډوډۍ ورکړي.
د یادولو وړ ده چې په ورسج ولسوالۍ کې د تیرې شپې په جګړو کې ۷ طالب ترهګر وژل شوي او دغې ډلې د دغو تلفاتو په غچ کې د بې ګناه خلکو په ځورولو لاس پورې کړی.