پنجشیر، د ملي مقاومت جبهه: په پنجشیر ولایت کې د غلام سخي په نوم یو دوکاندار د طالبانو لخوا تر سختې شکنجې او ډبولو وروسته مړ شوی دی.
دغه پېښه د شنبې په ورځ (۱۴۰۰ هـ ل) کال د حوت په ۲۱مه سهار شاوخوا لس بجې د دغه ولایت د لومړۍ حوزې اړوند د متا په کلي کې رامنځته شوې ده.
غلام سخي یو ساده کلیوال سړی و چې په تېرو حکومتونو کې یې له کوم فرد او ډلې سره تړاو نه درلود.
د يادونې وړ ده چې ددغې ظالمې ډلې غړو نن سهار په دايکندي ولايت کې هم يو پخوانى سرتيرى سخت وهلی او د هغه د خوشي کولو په بدل کې يې دوه ټوپک او دوه سوه زره افغانۍ اخيستي دي.