topbar 10 10px1

په تخار کې د طالبانو ترمنځ خپلمنځي اختلافاتو زیاتوالی

په تخار کې د طالبانو ترمنځ خپلمنځي اختلافاتو زیاتوالی
د ملي مقاومت جبهه، تخار: سرچینې تاییدوي، چې تېره شپه طالبانو د کوټوال په نوم د یوه کس له کور څخه یوه اندازه وسلې او مهمات نیولي دي.
 
په دغو وسلو او مهماتو کې لس میله پیکا، یوولس راکټ لانچرونه، څو SPG9 مرمۍ او لسګونه کلاشینکوفونه شامل دي.
 
سرچینه زیاتوي، چې دغه وسلې په تخار ولایت کې د طالبانو د استخباراتو د پخواني مشر عتیق الله بهیج د وراره ثمرګل (کوټوال) پورې اړه لري.
 
سرچینه زیاتوي، چې د طالبانو تر منځ اختلافات زیات شوي او د دغو وسلو نیول د دغې اجیرې ډلې ترمنځ د خپلمنځي اختلافاتو له امله دي.
Image
© ټول حقوق محفوظ دي | ۱۴۰۰-۱۴۰۱ | د افغانستان د ملي مقاومت جبهې

© ټول حقوق محفوظ دي | ۱۴۰۰-۱۴۰۱

 

 

Like what you see?

Hit the buttons below to follow us, you won't regret it...