topbar 10 10px1

ترهګرو طالبانو په تخار کې د کلیوالو په کورونو بریدونه کړي

ترهګرو طالبانو په تخار کې د کلیوالو په کورونو بریدونه کړي

تخار، د ملي مقاومت جبهه: ترهګرو طالبانو نن سهار د تخار ولایت د فرخار ولسوالۍ په کلیو کې د ملکي خلکو په کورونو چاپه وهلې ده.

طالب ترهګر د ځینو عقدو له مخې د خلکو کورونه پلټي او د عامو او غریبو خلکو ژوند تریخوي.

د جنایتکارو طالبانو د چشمه ګرمک، دهن زره او شاوخوا کلیو کې د کورونو د تلاشۍ په پلمه د خلکو په شخصي حریم برید کړی چې له امله یې د کلیو ځوانانو او نارینه وو غرونو ته پناه وړې.

د دغې ترهګرې ډلې لخوا د ځوانانو او ښځو د شکنجه کولو او ډله ییزې وژنې ویره د دې سبب شوې ده چې دغه نارینه او ځوانان وتښتي او بې کوره شي.

دا ترهګره ډله هغو سیمو کې چې له ناکامۍ سره مخ کیږي د سیمې ځوانان او نارینه له بندی کولو وروسته شکنجه کوي او وژني.

د طالبانو د جنایتکارې ډلې لخوا د ټولو اسلامي ارزښتونو پر ضد ناوړه چلند او خپلسري کړنو د خلکو غوسه راپارولې ده.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ ترهګرو طالبانو د تالقانو ښار د ختایانو له سیمې پرته له کومې لاس ته راوړنې د بیرته راتګ پر مهال پر څلورو ځايي ځوانان ډزوې وکړې.

Image
© ټول حقوق محفوظ دي | ۱۴۰۰-۱۴۰۱ | د افغانستان د ملي مقاومت جبهې

© ټول حقوق محفوظ دي | ۱۴۰۰-۱۴۰۱

 

 

Like what you see?

Hit the buttons below to follow us, you won't regret it...