topbar 10 10px1

ترهګرو طالبانو په کونړ کې دوه ځايي سندرغاړو ته د سندرو ویلو او اوریدلو په خاطر سخته سزا ورکړه

کونړ، د ملي مقاومت جبهه: وسله والو طالبانو پرون په کونړ ولايت کې دوه سيمه ييز سندرغاړي صحرایی محاکمه کړل.

دغه د فرهنک ضد ډلې د دوو هنرمندانو د موسیقۍ وسایل د هغوی په غاړه کې ځړول او د خلکو ترمنځ یې د سپکاوي لپاره وګرځول.

ترهګر طالبان د بشریت ضد جنایتونو تر څنګ، لکه د بې ګناه خلکو په اعدام محکومول او په زندانونو کې شکنجه کول، فرهنګي جنایتونه هم کوي.

د يادونې وړ ده، چې تېره ورځ طالبانو د همدې ولايت په شيګل ولسوالۍ کې یو ځوان د خپل ورور واده کې د موسيقۍ اورېدو په تور له امله وواژه.

Image
© ټول حقوق محفوظ دي | ۱۴۰۰-۱۴۰۱ | د افغانستان د ملي مقاومت جبهې

© ټول حقوق محفوظ دي | ۱۴۰۰-۱۴۰۱

 

 

Like what you see?

Hit the buttons below to follow us, you won't regret it...