کندز، د ملي مقاومت جبهه: څو شېبې وړاندې د کندز ښار د درېیمې ناحیې اړوند د "صرافۍ مارکېټ" ته څېرمه د کهنه فروشي په سیمه کې چاودنه وشوه.
د سرچينې د معلوماتو له مخې: نن د جوزا په ٢٢مه، د سړک غاړې ماين چاودنه شوې، چې له امله يې څلور ملکي وګړي ټپيان شوي دي.
د يادونې وړ ده، چې نن سهار په بدخشان کې هم د سړک غاړې ماين چاودنې له امله يو ماشوم ټپي شوى دى.