تخار، د ملي مقاومت جبهه: د تخار ولایت په مرکز تالقان ښار کې تېره شپه بې رحمه طالبانو د ملي امنیت د یوه پخواني سرتېري سر پرې کړی او بیا یې جسد باندې ډزې کړې دي.
دغه سرتېری "داود" نومېده او د تخار د بهارک ولسوالۍ اوسېدونکی و. خو د تالقان په څلورمه ناحيه کې اوسېده.
طالبانو د "داود" تر وژلو وروسته د هغه مېرمن هم نیولې او دا مهال د دې ډلې په زندان کې ده.
د ملي امنيت دغه پخواني سرتيري څو ځلې هڅه کړې وه چې ګاونډي هېواد ته کډوال شي. خو د مالي منابعو او پاسپورټ د نشتوالي له امله هغه ونه توانېد چې دغه کار وکړي.
د هېواد په اکثرو ولایتونو کې د طالبانو د اجیرې ډلې لخوا په بېلابېلو پلمو د پخوانیو حکومتي شخصیتونو – په ځانګړې توګه د نظامی منسوبینو – نیول، شکنجه او وژنې دوام لري.