د ملي مقاومت جبهه، پنجشیر: د طالب ترهګرو د ليزري قطعې قوماندان چې د ملي مقاومت جبهې له زړورو ځواکونو سره د جګړې لپاره پنجشېر ته تللى و، نن د جوزا په ۱۵ مه په جګړه کې ووژل شو.
دغه قومندان "حمزه" نومېده او د بدخشان د "خستک درې" اصلي اوسېدونکی وو.
حمزه یوه اوونۍ وړاندې د دغې ډلې د مشرانو لخوا د ده تر قوماندې لاندې جګړه مارو سره د پنجشیر جګړې ته استول شوی و.
د يادونې وړ ده، چې په تېرو څو ورځو کې د بدخشان له طالبانو ګڼ شمېر جګړه مار د ملي مقاومت له جبهې سره د جګړې لپاره "پنجشير" او "اندارابونو" ته لیږل شوي دي.