topbar 10 10px1

د عبدالرحیم شهید پر ښوونځي د برید د قربانیانو شمېر ۱۲۶ تنو ته ورسېد او ۷۲ نور ټپیان دي

د عبدالرحیم شهید پر ښوونځي د برید د قربانیانو شمېر ۱۲۶ تنو ته ورسېد او ۷۲ نور ټپیان دي

کابل، د ملي مقاومت جبهه: د کابل په لوېدیځ کې د عبدالرحیم شهید پر لېسې د برید له امله د وژل شویو شمېر ۱۲۶ تنو ته ورسېد.

په دې کې ۳۴ نجونې او ۹۲ هلکان شامل دي. په دغو بریدونو کې د ټپیانو شمېر ۷۲ ته رسېدلی دی.

د عبدالرحیم شهید لېسه تېره ورځ د دوو خونړیو چاودنو هدف و.

لومړۍ چاودنه هغه مهال وشوه، چې زده کوونکي له ښوونځي څخه د وتلو او کور ته په لاره وو.

دویمه چاودنه په ښوونځي کې هغه مهال وشوه چې ښوونکي او خلک د پېښې له ځایه ټپیان او جسدونه لېږدول.

د دې قتل عام اصلي عاملین طالبان دي. دغې ترهګرې ډلې د دغې تراژیدۍ د خبر د خپریدو مخه ونیوله او خپل جرم د پټولو لپاره یې د قربانیانو شمیر له اصلي ارقامو ډیر ټیټ وښوده.

Image
© ټول حقوق محفوظ دي | ۱۴۰۰-۱۴۰۱ | د افغانستان د ملي مقاومت جبهې

© ټول حقوق محفوظ دي | ۱۴۰۰-۱۴۰۱

 

 

Like what you see?

Hit the buttons below to follow us, you won't regret it...