topbar 10 10px1

په بلخ کې پرله پسې چاودنو نهه تنه ووژل او ۱۳ نور یې ټپیان کړل

په بلخ کې پرله پسې چاودنو نهه تنه ووژل او ۱۳ نور یې ټپیان کړل

بلخ، د ملي مقاومت جبهه: د بلخ ولايت په مرکز مزارشريف ښار کې هزاره میشتو سيمو کې د دوو جلا چاودنو له امله لږ تر لږه ۹ تنه وژل شوي او ۱۳ نور ټپيان دي.

دغه چاودنې د پنجشنبې په سهار د ښار په درېيمه او لسمه ناحيه کې شوې دي.

چاودنې په دوو مسافر وړونکو موټرو کې د ځای پر ځای شویو بمونو له امله شوې دي.

یوازې د طالبانو ترهګره ډله په خپل تور بګراونډ کې د دا ډول وژنو تاریخ لري.

یوه اونۍ وړاندې په مزارشریف کې د شیعه ګانو په یوه جومات کې هم چاودنې تر ۴۰ ډېر کسان ووژل او څه باندې ۸۰ نور یې ټپیان کړل.

طالبان د دغې برید د دقیق خبري پوښښ مخه ونیوله او د خپلو جنایتونو د پټولو لپاره یې د ټپیانو او مړو شمیره خورا کمه خپره کړه.

Image
© ټول حقوق محفوظ دي | ۱۴۰۰-۱۴۰۱ | د افغانستان د ملي مقاومت جبهې

© ټول حقوق محفوظ دي | ۱۴۰۰-۱۴۰۱

 

 

Like what you see?

Hit the buttons below to follow us, you won't regret it...